سوریه کې د حکومت په بمبارۍ کې ۴۰ ملکیان وژل شوي

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې یوه ډله چې مرکز يې په لندن کې دی وايي چې د بشار الاسد د رژیم په بمبارۍ کې ملکي کسان وژل شوي دي.

دې ډلې ویلي چې بمباري د سوریې په شمال ختیځ ښار "ادلب" کې شوې چې ۴۴ تنه په کې وژل شوي او ګن شمېر زخمیان دي.

د دوی په وینا، په دې پېښه کې درې ماشومان هم وژل شوي دي.

په سوریه کې د اوربند له موافقې راهیسې چې به فبرورۍ کې وشوه، دا تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده.

د سوریې ادلب ښار تر یوې اندازې د اپوزېسیون ډلو او د القاعده شبکې د ملګرې ډلې جبهه النصره تر کنټرول لاندې دی.