د کابل نننۍ حملې ۲۸ تنه وژلي او له ۳۰۰ زیات یې ټپيان کړي

د کابل امنیتي مسؤلین وايي چې د کابل ښار په نننۍ ډله ییزې حمله کې ۲۸ تنه وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل دغه حمله د پل محمود خان په سیمه کې د پوځي قرارګاه څنګ ته د یوې لارۍ موټر په واسطه شوې ده:

"نن سهار نهه بجې یو موټر بم له پوځي قرارګاه سره خواکې چاودنه وکړه چې د قرارګاه دیوال یې تخریب کړ چې له امله یې ۱۸۲ تنه ټپیان او ۲۸ تنه ووژل شول چې په وژل شویو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکیان شامل دي."

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې له نننۍ انتحاري حملې څخه د کابل ښار بېلابېلو روغتونونو ته ۳۲۷ تنه ټپيان انتقال شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رئیس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د قاطع ملاتړماموریت دا حمله په کلکو ټکو غندلې ده.

د پاکستان صدر اعظم نواز شریف هم دغه حمله ظالمانه بللې او ویلې یي دي چې دا ډول حملې د دې ښکارندوي کوي چې ترهګر لاهم د سیمې د هېوادونو لپاره یو لوی ګواښ دی.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پر افغانانو د طالبانو د زورزیاتي نښه ده.