د پناه غوښتونکو پر ضد د جرمني د پګيدا ګوند مشر په ډرزډن کې نن محکمې ته وړاندې کېږي.
پر لوټز باخمن تور دی چې پر ټولنيزو رسنیو يې خبرې کړي او پناه غوښتونکي يې حيوانان او کثافات بللي او په دې سره يې د عادي حالت ګډوډلو هڅه کړې.
محکمه وايي دا خبرې د پناه غوښتونکو پر حيثيت حمله ده.
د مجرم پېژندل کېدو په صورت کې دغه ۴۳ کس تر پنځه کاله په بند محکومېدای شي.
پګيدا د جرمني د صدراعظمې اګيلا مرکل د پناه غوښتنې په اړه د پاليسۍ مخالفت کوي چې له مخې يې تر يو میليون زيات پناه غوښتونکي جرمني ته ولاړل.
په جرمني کې د دغې ډلې په لاريونو کې زرګونه پلويان برخه اخلي او دا تحريک په ۲۰۱۴میلادي کال کې له پيلېدو وروسته يو شمېر نورو هېوادونو ته هم پراخ شوی دی.
د پګيدا لاريونونه له مخالفو لاريونو سره مخامخ شوي دي.