د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې ۲۸ تنه وژل شوي

د کابل امنیي چارواکي وايي چې د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې ۲۸ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو او ټپيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په نننۍ انتحاري حمله کې ۳۲۷ ټپیان د کابل امبولانسونو په وسیله روغتونونو ته انتقال شوي دي.

دغه انتحارې حمله نن سهار د لومړۍ حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته د ساتنې ریاست سره وشوه.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی او افغان سرتېرو ته یې ددرنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.