کابل: له انتحاري حملې نه ۳۲۷ ټپيان او ۷ مړي روغتونونو ته وړل شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې له نننۍ انتحاري او ډله ییزې حملې څخه ۳۲۷ تنه ټپیان او ۷ مړي د کابل ښار بېلا بېلو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

له دغه وزارت څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د وژل شویو او ټپیان زیاته برخه ملکیان دي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د افغانستان اجراييه رییس عبدالله عبدالله د حملې له پای ته رسېدو وروسته سمدستي د پېښې ځای ته ولاړ، حمله یې بزدلانه وبلله او د وژل شوو او ټپيانو له کورنیو سره یې غمرازي شریکه کړه.

د حملې هدف چې نن سهار نهه بجې په یوې موټر بم حملې سره پیل شوه د لومړۍ حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته د ساتنې ریاست و.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې حملې مسئولیت اخیستی او امنیتي ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.