تهران کې د ستایش قریشي یاد غونډې مخه نیول شوې

د ایران پولیسو پرون په تهران کې د هغې غونډې مخه ونیوله چې د وژل شوې افغانې ماشومې ستایش قریشي په یاد په پام کې وه.

۶ کلنه ستایش لس ورځې مخکې تهران ته نږدې په ورامین سیمه کې د یو ۱۷ کلن هلک له خوا له جنسي تجاور وروسته ووژل شوه.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو او عیني شاهدانو پرون راپور ورکړ چې پولیسو د هغو خلکو مخه په زور ونیوله چې غوښتل یې په تهران کې د افغانستان د سفارت مخې ته د ستایش په یاد شمعې بلې کړي.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا خبر ورکوي چې پولیسو یو شمیر افغانان چې غوښتل یې په یوه بله سیمه کې غونډه جوړه کړي ونیول.

د ازادي راډیو فارسي څانګې راډیو فردا پرخپله ویبپاڼه هغه ویډیو خپره کړې چې پولیس د افغان فعالانو د نیولو په حال ښيي.

د ایسنا د راپور له مخې پولیسو اعتراض کوونکو ته ویل چې د دې اعتراض لپاره رسمي اجازه نه لري.

پر ستایش تجاوز او د هغې وژنه په افغانستان او ایران کې او همداراز پر ټولنیزو شبکو د خلکو له پراخو اعتراضونو سره مخامخ شوه.

ایراني چارواکي وايي چې تورن هلک خپل جرم منلی او په اړه به یې قاطع اقدام وشي.