د سوریې فعالان او مخالفه وسله والې ډلې وایي چې وسله والو مخالفینو د سوریې په شمال لوېدیځ کې د حکومتي ځواکونو پرضد نوي تهاجمي عملیات پیل کړي دي.
په بریتانیا کې دېره د بشري حقونو څارونکې ډلې وویل چې مخالفینو په لاذقیه ولایت کې عملیات پیل کړي او هم یې وسله والو په څنګلوري حما ولایت کې د حکومتي ځواکونو پرمورچلو حملې پیل کړي دي.
د سوریې یو شمېر وسله والو ډلو مخکې اعلان کړی و چې په سوریه کې له اوربند څخه د سرغړونې په غبرګون کې د حکومتي ځواکونو په وړاندې یوه نوې جګړه پیلوي.
دغو ډلو چې د سوريې د ازاد پوځ او اسلامي احرار شام تر بېرغ لاندې جګړه مخ ته وړي، نن په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به د هر پوځي جزوتام په وړاندې چې په ملکیانو ډزې کوي، له ځواک څخه کار واخلي.