د ګرجستان چارواکو شپږ تنه چې درې یې د ګرجستان او درې یې د ارمنستان اتباع دي، د ۲۳۸ ډوله یورانیمو د پلورلو په تورنیولي دي.
د ګرجستان د دولتي امنیتي خدماتو یوه مستنطق ساول موتیاشویلي د دوشنبې په ورځ وویل چې دغې ډلې غوښتل چې دغه راډیواکتیف مواد پردوه سوه میلیون ډالرو وپلوري.
دغه یورانیم چې د فابریکې ساخت په یوه ځانګړي کانټینرکې ساتل کېدل، د یو تورن په کورکې پیدا شول.
موتیاشویلي وویل، شپږواړه تورن کسان به د راډیو اکتیف موادو د غیرمناسب استعمال او غیرقانوني خرڅلاو په خاطرمحاکمه شي او که مجرم وپېژندل شي، ترلسوکلونو د بند په سزا به محکوم شي.
۲۳۸ ډوله یورانیم چې فشاریې ډېر ټيت دی، د اټمي چارو ماهران اندېښنه لري چې کېدای شي ورڅخه د چټل بم په جوړولو کې کارواخیستلای شي. دا ډول بم کولای شي راډیو اکتیف مواد چې د سرطان د ناروغیوسبب کیږي، په پراخه ساحه کې خپاره کړي.