هغه پنځه تنه ایراني اتباع نن په کابل کې د ایران سفارت ته وسپارل شول چې د نشه یي موادو د قاچاق په جرم نیول شوي وو.
د نشه یي موادو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي چې دغو ایرانیانو د خپل تنفذي حبس ۱۶ـ ۱۶ کلونه په څرخي پله زندان کې تېر کړي دي.
له دغه مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر دغو قاچاق کوونکو نقدي جریمه هم اېښودل شوې وه خو په دې وروستیو کې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې دغه جریمه ورته وبخښل شوه.
له دې وړاندې افغان حکومت د یوګاندا درې اتباع هم چې د مخدره موادو د قاچاق په تور زنداني وو او د حبس موده یې پوره شوې وه، هغه هېواد ته سپارلي وو.