د جنوبي کوریا ولسمشره پارک ګیون هیو به له ایران څخه کتنه وکړي، دا خبر د هغې د فترنن ورکړ، پارک به د جنوبي کوریا لومړنۍ ولسمشره وي چې ایران ته سفر کوي.
نوموړی به په دې سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کېدو او هم د کوریا په ټاپووزمه کې کړکېچونو ته ورته پرسیمه ییزو مسایلو خبرې وکړي.
له ډېرې مودې راهیسې پر ایران او شمالي کوریا د وسلو د تکنالوژۍ په برخه کې د شریکانو شک کېده.
پارک به په په دې سفر کې چې د می له لومړۍ نېټې نه د مي تردرېمې پورې یې ترسره کوي په دې ټینګار وکړي چې دواړه هېوادونه دې د کیمیا، د انرژۍ د تولید، بنسټیزو تاسیساتو او د معلوماتي تکنالوژۍ په ګډون په مختلفو سکټورونو کې همکاري زیاته کړي.
د تهران او سیول ترمنځ ډیپلوماتیک اړیکی په ۱۹۶۲ کال کې ټینګ شوي دي.