په روانه خپرونه کې په دې خبرې کوو چې په ځینو کورنیو کې ناروغان او په ځانګړې توګه میرمنې د ډاکټر له مشورې پرته په دودیز ډول تداوي کیږي، دا چې دا ډول تداوي کومې ناوړې پایلې لري او په اسلام کې څه حکم دی چې که یوه میرمن ناروغه وي نو باید په څه ډول یې تداوي وشي؟
زموږ په ټولنه کې په ځانګړي توګه په لېرو پرتو سیمو کې داسې دود دی چې کله یوه میرمن ناروغه شي، څوک یې په اسانۍ ډاکتر ته نه ور ولي، په کور دننه یې په خپل سر تداوي کوي، په دې برخه کې بیا هغه میرمنې ډیر زجر ویني چې اروایي ستونزې ولري، د حمل په جریان کې یې فشار لوړوي او یا هغه ناروغانې چې عصبي اختلالات ولري، معمولا یې کورنۍ په دودیز او خرافاتي ډول تداوي کوي، مثلاً ناروغ په تیاره کوټه کې بندي کوي چې غږ یې ونه وهي، منظمه ډوډۍ نه ورکوي او لن په ځینو مواردو کې یې وهي ډبوي هم چې مرض ترې لېرې شي.
د سروبي اوسیدونکې مریم وایي، د کورنیو مشکلاتو له امله اروایي ستونزه راته پیدا شوې و، د کورنۍ غړو مې د دې په ځای چې ما ډاکټر ته بوځي په تیاره کوټه کې اچولې وم چې مرض رانه لرې شي.
په ځینو کورنیو کې چې میرمنې رواني ستونزې ولري د دې په ځای چې ډاکټرته یوړل شي، کورنۍ یې وهي ټکوي، دوی داسې فکر کوي چې په وهلو سره مرض له ناروغ نه ووځي.
د لوګر ولایت یوه اوسیدونکې چې د کور د مشکلاتو له امله ورته رواني ستونزه پیدا شوي او وروسته له ډیرو سختیو روغتون ته راوړل شوې وایي،کله چې ورته ناروغي پیدا شوه د کورنۍ غړو ورسره ډیر بد چلند کاوه خسر یې ډیره زیاته وهلې وه او ورته ویلي یې وه چې پیریان ترې باسې.
افغان ډاکتر محب الله زغم وایي اروایي ناروغان مینې او خواخوږي ته ضرورت لري او کورنۍ باید داسې چلند وکړي چې ناروغ بیرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.
ځینې خلک خپلې میرمنې ډاکتر ته نه بیایي او دا ورته یو ډول شرم او ننګ ښکاري،حال دا چې په دې برخه کې شرعي ممانعت نشته، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د فقهې څانګې استاد نورالله کوثر وایي په اسلام کې تداوي واجبي عمل ده او هغه تداوي چې خلک یې په خپل سر ترسره کوي دا ناروا عمل دی او په اسلام کې حرام دي.
جوړوونکې:مسعوده نیازۍ
Your browser doesn’t support HTML5
نیمه نړۍ