د سوریې یو شمېر وسله والې ډلې وایي، په سوریه کې له اوربند څخه د سرغړونې په غبرګون کې د حکومتي ځواکونو په وړاندې یوه نوې جګړه پیلوي.
دغو ډلو چې د سوريې د ازاد پوځ او اسلامي احرار شام تر بېرغ لاندې جګړه مخ ته وړي، نن په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به د هر پوځي جزوتام په وړاندې چې په ملکیانو ډزې کوي، له ځواک څخه کار واخلي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې دغه ډلې به د جګړې د پیلولو لپاره د ګډو عملیاتو یوه خونه جوړه کړي خو هغه جغرافیایي سیمه یې ونه ښوده چې دوی په کې نوې جګړه پیلوي.