د بلخ امنیتي چارواکي وایي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وویل چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله تېره شپه هغه مهال واوښته چې د امنیتي ځواکونو سره یې جګړه وکړه.
د سیمې اوسیدونکو ازادي راډيو ته وویل چې د دواړو لورو د جګړې له امله دوی ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د بلخ د امنیت امر وایي چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې یو سیمه ییز پولیس هم ټپي شوی دی.