د افغانستان د مدنې ټولنو غړي وایي، که د ایران حکومت د شپږ کلنې ستایش قریشي د ظالمانې وژنې عاملین مجازات نه کړي، په کابل کې به د ایران سفارت دروازه وتړي.
دوی نن په یوه اعتراضیه غونډه کې د ایران له حکومت او په ځانګړې توګه قضایي ادارو څخه وغوښتل چې د دې افغانې انجلۍ قاتل په اعدام محکوم کړي.
پر شپږ کلنې ستایش د حمل په ۲۲ مه په ایران کې د یوه ځوان له خوا جنسي تېری شوی او وروسته په ډېره بې رحمانه ډول وژل شوې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ازادي راډیو ته ویلي چې په تهران کې یې خپل سفارت ته دنده سپارلې چې له ایراني چارواکو سره دغه موضوع تعقیب کړي.