ماشومانو ته ښوونیز او روغتیايي خدمات له ګواښ سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې ماشومانو ته ښوونیز او روغتیایې خدمتونه له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما او یونسیف له خوا په یوه ګډ څېړنیز راپور کې ویل شوي چې دغه وضعیت ځورونکی دی.

د دغه ریپوټ په اساس په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یوناما او یونسیف ۱۲۵ پېښې ثبت کړي چې روغتیایي خدماتو ته لاس رسی یې اغېزمن کړی وو.

په دې کې شل روغتیایي کار کوونکي وژل شوي ۴۳ نور ټپیان او ۶۶ یرغمل شوي دي.

دغه راپوروایي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د جګړې اړوندو تاوتریخوالو له کله یا په بشپړه توګه او یا هم په موقتي ډول ۳۶۹ ښوونځي تړل شوي وو چې ۱۳۹۰۰۰ زده کوونکي او ۶۰۰ ښوونکي ترې اغېزمن شوي دي.