کندز: قلعه ذال کې د افغان پوځ او طالبانو جګړه شدیده شوې

د کندز چارواکي وایي چې په قلعه ذال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شدیده شوې ده.

د قلعه ذال ولسوال محبوب الله سعیدي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې نښته کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ویل.

په همدې حال کې وسله وال طالبان ادعا کوي چې قلعه ذال ولسوالي د دوی تر کنټرول لاندې ده خو دا ادعا د قلعه ذال ولسوال ردوي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د وسله والو طالبانو یو قوماندان په کندز کې د جګړې پرمهال وژل شوی دی.