مینه پال: ګلبدین حکمتیار به د سوله ییز سیاست یوه برخه شي

د افغانستان جمهوري ریاست هیله څرګندوي چې په نږدې راتلونکې کې به ګلبدین حکمتیار د سوله ییز سیاست یوه برخه شي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل، له حزب اسلامي سره خبرې بریالۍ پر مخ روانې دي او په اکثرو اختلافي مواردو پرېکړې شوي دي.

له تورلسته د حزب اسلامي د مشر او غړو لرې کول، افغانستان ته د شمشتو د کمپ انتقال د حزب اسلامي له مهمو غوښتنو څخه دي، خو مینه پال وایي، هر کله چې خپله حکمتیار کابل ته راشي او جګړه ختمه کړي، غوښتنې به یې ومنل شي.