امريکايي پوځ د جاپان په زلزله ځپلو سيمو کې د مرستې لپاره ځان تياروي

د امريکا پوځ نن د جاپان په زلزله ځپلو سيمو کې د مرستې رسونې په چارو کې همکارۍ ته ځان تياروي.

وروسته له هغې چې د پنجشنبې او شنبې په ورځو يوې زورورلې زلزلې د دغه هېواد ځينې برخې ولړزولې، چارواکي هڅه کوي، هغو لسګونو زره کسانو ته چې له کورونو دباندې يې اړولي، د خوړو او څارنې امکانات برابر کړي.

د درنو بارانونو اټکل چې ښايي نړېدلې ودانۍ او ساحې نورې هم زيانمنې کړي، پا کوما-موتو ولايت کې د لټون عمليات له ستونزو سره مخامخ کړى دى.

کوما-موتو ته نژدې يوه پوخ عمره جاپاني سړي، چې د اورګاډي په تمځاى کې يې اړولي رويټرز اژانس ته وويل:

"چې څومره ورځې تېرېږي، هغومره وضعيت لا پسې خرابېږي. په دې ځاى کې د څښاک اوبو جريان پرې شوى دى."

نن په دغو زلزلو کې ٤٢ کسانو مړينه رسماً تاييد شوه، خو د لږ تر لږه ١٠ تنو لادرکه شويو کسانو د لټون عمليات لا هم روان دي.

ګومان کېږي په کوما-موتوکې به شا وخوا دوه نيم لکه کسان د زلزلې د ټکانونو له وېرې له خپلو کورونو وتلي وي.