ټاکل شوې چې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د افغانستان د سولې په اړه له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.
د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل، اتمر به چین ته د رسمي سفر په ترڅ کې چې د سې شنبې په ورځ پیلیږي، د سولې په بهیر کې پر ښکیلو بهرنیو لوبغاړو د فشار راوړو غوښتنه هم وکړي.
ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:
"د افغانستان د حکومت تمه له ټولو ګاونډیانو او نړیوالو متحدانو څخه تل دا ده چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګولو پر ټولو عواملو له فشارونو څخه کار واخلي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې نقش لرلای شي."
چین د افغانستان د سولې د هڅو مهم اړخ دی او په څلور اړخیزو خبرو کې چې افغانستان، امریکا او پاکستان یې درې نور اړخونه دي، مهمه ونډه لري.