د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، هر کله چې د سولې په اړه پنځمې څلور اړخیزې غونډې ته زمینه برابره شي، دوی به په بشپړچمتوالي سره په کې ګډون وکړي.
د دغې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم نن ازادي راډيو ته وویل دوی ډاډه نه دي چې د څلور اړخیزو غونډو په دویم پړاو کې به وسله وال طالبان ګډون وکړي.
د سولې په اړه په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه پاکستان ژمنه وکړه چې طالبان به د سږ کال په مارچ کې له حکومت سره خبرو ته کېنوي، خو دغه ژمنې عملي نه شوې.
څه موده وړاندې بیا د پاکستان د صدر اعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل، د اپریل تر پایه به د سولې په اړه پنځه څلور اړخیزه غونډه جوړه او بیا به وروسته طالبان له افغان حکومت سره کېنوي.