ایران کې د افغان ماشومې د وژنې قضیه جدي څېړل کېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د یوې شپږ کلنې افغانې نجلۍ بې رحمانه وژنه په کلکو ټکو وغندله.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي رايډو ته وویل چې د ایران عدليي او قضايي ارګانونه باید د دغې پېښې عاملین پیدا او په اشد مجازات یې محکوم کړي.

ښاغلي مستغني وویل په تهران کې افغان سفارت ته دنده سپارل شوې چې دا موضوع باید تعقیب کړي:

"د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې افغان سفارت ته دنده سپارلې ده چې دغه موضوع د ایران اسلامي جمهوريت له عدلیي او قضايي ارګانونو سره تعقیب کړي، څو د دې نه بخښونکي جنایت عاملین په اشد مجازات جزا محکوم کړي."

د راپورونو له مخې د حمل په ۲۲ مه په تهران کې د یوه ایراني ځوان له خوا د ستایش قریشي په نامه په یوې شپږ کلنې افغان نجلې لومړی جنسي تېری شوی او بیا په وحشیانه ډول وژل شوې ده.