ایران وايي د اوپیک غړیو هېوادونو غونډه کې ګډون نه کوي

ایران وايي، نن به په قطر کې د اوپیک د غړیو او نورو هېوادونو په غونډه کې ګډون ونه کړي ځکه چې دا هېواد له دې وړاندیز سره موافق نه دی چې د تېلو د تولید اندازه دې د جنورۍ د میاشتې له اندازې لوړه نه شي.

قطر دا غونډه چې د دوحې نوښت بلل شوې، د دې لپاره بللې چې د تېلو بیه په نړۍ کې له ټیټېدو راوګرځوي او دا هېواد وايي چې د تېلو بیه له همدې کبله د فبرورۍ له لومړیو څخه په سلو کې ۴۰ ټیټه شوې ده.

له پلان سره سم به د سعودي عربستان په شان د اوپیک غړي او روسیه د تېلو د تولید اندازه د سږ کال د جنورۍ د میاشتې په حد کې وساتي څو د تېلو بیه نوره ونه لوېږي.

خو ایران اصرار کوي چې تر هغو به د تېلو تولید کم نه کړي چې د ایران د اټمي پروګرام پر سر د نړیوالو بندیزونو په وجه د تېلو په صادرولو کې یې تاوان نه وي جبران کړی.