د جاپان زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې چارې روانې دي

د جاپان د جنوب لوېدیځ په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او مرستو رسولو چارې دوام لري.

دا سیمه د پنجشنبي په ورځ د زلزلې دوو سختو ټکانونو ولړزوله چې له امله يې لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول.

له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۲۰ زره سرتېري ګمارل شوي دي.

د جاپان روغتیايي چارواکي وايي، وروستۍ زلزلې څه د پاسه زر کسان ژوبل کړي او سلګونه کورونه يې له برېښنا او د څښاک له اوبو بې برخې کړي دي.