پاپ فرانسیس نن یونان ته ولاړ

د نړۍ د کاتوليک عسويانو مشر پاپ فرانسيس نن يونان ته ولاړ.

دغه لنډ خو سمبوليک سفر ته له پناه غوښتونکو سره د پيوستون د نښې په سترګه کتل کېږي.

په پام کې ده فرانسيس چې د نړۍ د يو اعشاريه دوه میليارډ کاتوليک عيسويانو مشر دى، شا و خوا شپږ ساعته د يونان په ليسبوس جزيره کې تېروي.

دغه جزيره د هغه ستر بشري بحران عمده ساحه ګڼل کېږي چې اروپا ورسره مخامخ ده.

پاپ فرانسيس په دې جزيره کې د کډوالو په يوه کمپ کې وويل:

"ما وغوښتل نن ستاسو سره واوسم او درته ووايم چې تاسې يوازې نه ياست، په دې اوونيو او مياشتو کې تاسو د ښه ژوند په لټه کې ډېرې خوارۍ وګاللې، په تاسو کې ډېرى د ناسم وضعيت له کبله په ځانګړي ډول د خپلو ماشومانو په خاطر تېښتې ته مجبوره شوي ياست."

راپورونه وايي پاپ پېشنهاد کړى چې لس تنه کډوال به له ځان سره ايټاليا ته بيايي.

واتيکان له مخکې هم د کډوالو دوو کورنيو ته پناه ورکړې ده.

د يونان ټلويزيون ERT وويل چې په دغو لسو کډوالو کې به اته سوريايان او دوه افغانان وي.