د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا له خوا د باليسټيک توغندي وروستۍ ازموينه وغندله.
امريکايي چارواکي وايي، دا ازموينه له ناکامۍ سره مخامخ شوه.
په هغه پرېکړه ليک کې چې پرون تصويب شوه، امنيت شورا خبردارى ورکړ چې دا ازموينه د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکونو يوه څرګنده سرغړونه ده.
د سپينې ماڼۍ وياند جاش ايرنيست پرون خبريالانو ته د شمالي کوريا دا ازموينه پاروونکى اقدام وباله:
"موږ په هغو راپورونو خبر يو چې شمالي کوريا په وروستيو کې د باليستيک توغندي ناکامه ازموينه کړې ده، امريکا به له خپلو سيمه ييزو متحدانو او همکارانو سره په نږدې همږغۍ سره وضعيت څاري او ارزوي، د پخوا په څېر امريکا د شمالي کوريا د حکومت دغه پاروونکى عمل غندي، دا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړه ليکونو سرغړونه ده، دغه پرېکړه ليکونه شمالي کوريا د باليستيک توغنديو د ټکنالوژۍ له کارولو په څرګنده منع کوي."
ويل شوي چې دغه ازموينه د دغه کمونیستي هېواد د منزوي موسس د کاليزې د لمانځنې پر مهال شوې ده.
شمالي کوريا تر دې مخکې په جنورۍ مياشت کې څلورمه اټمي ازموينه کړې وه او په فبرورۍ کې يې ليرې واټنه غوندى هم و ازمايه چې پر دغه هېواد د ملګرو ملتونو د بنديزونو سبب شوه.