جاپان کې پرونۍ زلزلې ۱۹ تنه مړه کړي

د جاپان په جنوب کې زلزلې لږ تر لږه نولس تنه مړه کړي دي.

د ژغورنې هڅې لاهم روانې دي، ګڼې ودانۍ د زلزلې دويم ټکان نړولې دي.

داسې باور کېږي چې په سلګونو کسان تر ودانیو لاندې بند پاتې وي.

چارواکو نن د لنډې مودې لپاره د څونامي توپان د راتلو خبردارى په دې پسې ورکړ چې د ريښتر په اندازه د اووه اعشاریه یو درجه زلزله وشوه، په دې زلزلې پسې بله یوه د ريښتر په کچه اووه اعشاریه څلور درجې وه چې د کوماموتو ښار ته نږدې وشوه.

يوې جاپانۍ مېرمنې چې شپه يې په پرانيستې فضا کې تېره کړې رويټرز اژانس ته وويل:

"وړمه شپه مې په جمنازيوم کې تېره کړه، تېره شپه مې هم په جمنازيوم کې اړولي وو چې نيمه شپه زلزله وشوه، د ښوونځيو ودانۍ او جمنازيوم يې ونړاوه، زه د شپې له يوې بجې راهيسې دلته يم."

سیمه ییزې رسنۍ د څلور سوه اویا کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي او دا ویره څرګندوي چې د تلفاتو شمېر به زیات شي.