منګل: د کندز په وروستیو جګړو کې ۶ ملکیان وژل شوي

د کندز حوزوي روغتون چارواکي وايي، د کندز له وروستیو جګړو څخه ورته شپږ مړي او ۸۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

د دغه روغتون رئیس ډاکټر محمد نعیم منګل نن ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي چې ښځې، ماشومانو او سپين یږي هم په کې شامل دي.

د ازادي راډیو د سیمه ییز خبریال د معلوماتو له مخې اوس هم د کندز ښار په شاه خوا کې جګړه روانه ده.

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې په روانه جګړه کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.