د فاریاب په دولت اباد کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژلی

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي چې په دولت اباد ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژلی او یوې ناوې په قیصار ولسوالۍ کې تېزاب څښلي دي.

د دولت اباد ولسوال سید عبدالسلام نزهت ازادي راډیو ته وویل ۱۸ کلنې ناجیې په تورات عطا کلي کې په زهري دوا ځان وژلی.

په ورته وخت کې د فاریاب ولایتي روغتون د عدلي طب مسؤل ډاکټر سمیر عنایت وايي، له څېړنو داسې ښکاري چې په یادې نجلۍ لومړۍ جنسي تېری شوی او وروسته یې ځان وژنه کړې ده.

ښاغلي عنایت زیاتوي چې په قیصار ولسوالۍ کې یوې ناوې د ځان وژنې په قصد تېزاب څښلي چې دامهال تر درملنې لاندې ده.