د اسلامي حزب پر شرطونو به هغه وخت غور وکړو چې وسله کېږدي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په شرطونو به هغه وخت غور وکړي چې غړي یې وسله پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د ولسمسر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل، د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هغه غوښتې ورته د منلو دي چې له قانون سره په ټکر کې نه وي:

"کله چې د سولې له پروسې سره یوځای شي، وسله پر ځمکه کېږدي، له هغې وروسته به یې په غوښتنو غور وشي چې له قانون سره سمې وي."

شا او خوا یوه میاشت وړاندې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی د سولې پلاوی کابل ته راغلی او د سولې له عالي شورا سره په خبرو بوخت دی.

د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون ویلي، له دې ډلې سره په خبرو کې پرمختګ شوی او حزب اسلامي له تورلست څخه د دوی د غړو د ایستلو په ګډون یوشمېر غوښتنې هم لري.