د جاپان په جنوب کې زلزلې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي دي.
د ژغورنې هڅې لاهم روانې دي، ګڼې ودانۍ د زلزلې دوهم ټکان نړولې دي.
داسې باور کېږي چې په سلګونو کسان تر ودانیو لاندې بند پاتې وي. چارواکو نن د لنډې مودې په مخه د څونامي د رامنځته کېدو خبرداري په دې پسې ورکړ چې د اووه اعشاریه یو ریښتر په اندازه زلزله وشوه، په دې زلزلې پسې بله یوه د اووه اعشاریه څلور ریښتر په کچه د کوماموتو ښار ته نږدې وشوه.
سیمه ییزې رسنۍ د ۴۷۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي او دا ویره څرګندوي چې د تلفاتو شمېر به زیات شي.
جاپاني رسنۍ وایي چې د نږدې دوه لکه کورونو برېښنا قطع شوې ده او په سیمه کې د څښاک د اوبو سیستم خراب شوی دی.