چارواکي: کندز کي ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي

په کندز کې امنیتي ځواکونه د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کندز د والي ویاند عبدالواسع بسیل خبریالانوته ویلي چې لږترلږه ۶۰ وسله وال طالبان له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې زخمیان شوي دي.

په کندز کې د ملي اردو د ویاند غلام حضرت کریمي په وینا، وسله والو طالبانو پرون جمعه سهار پر امنیتي پوستو حملې پيل کړې او جګړه لا هم روانه ده.

د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ د ولایت د مطبوعاتي دفتر پر فیسبوک پاڼه، په ویډيويي پيغام کې وايي:

"الحمدلله، د عمري په نوم د طالبانو عملیات ناکام شول، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په شدت دفاع وکړه، د جګړې په ډګر کې هر لوري ته د دښمن وسلې او مړي پراته دي."

وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې د عمري په نوم د پسرلنیو عملیاتو پيل اعلان کړ.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.