افغانستان کې د پنټاګون ۸۰۰ میلیون ډالر ضایع شوي

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د لګښتونو سر مفتش وايي، په افغانستان کې د تجارت او دوامدارې اقتصادي ودې د ملاتړ لپاره د پنټاګون ۸۰۰ ملیونه ډالر ضایع شوي دي.

جان سوپکو پرون جمعه د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې د دفاع وزارت د دې پروګرام په اړه د نورو ټولو پراختیايي پروژو په پرتله زیات شکایتونه ورغلي دي.

سوپکو وویل چې دوی د دې پروګرام په اړه د پيسو د ضایع کېدو، درغلیو او حتی ناوړه استفادې په څېر شکایتونه ثبت کړي دي.

د ده په وینا، د پروژې په عملي کولو کې بې ځایه بېړه شوې، کافي مامورین یې نه درلودل او د ناسمې ادارې له امله یې مطلوبې پایلې نه دي ترلاسه کړې.