د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر ویټو لدواساژکوسکي وايي، روسیه د اروپايي ټولنې هېوادونو ته حقیقي ګواښ دی.
واساژکوسکي پرون جمعه د سلواکیا په پلازمېنه براتیسلاوا کې کنفرانس ته وویل چې روسیه تر اسلامي دولت یا داعش خطرناکه ده.
د پولند د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د روسیې فعالیت یو ډول ګواښ دی ځکه هېوادونه له منځه وړلاي شي.
د ده په وینا، د کډوالو بحران او داعش د اروپايي اتحادیې لپاره حقیقي تهدید نه ګڼي.
په براتیسلاوا کې دې کنفرانس ته د چک جمهوريت دفاع وزیر مارتین ستروپنیڅکي د ناټو تړون د غړیو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر پياوړتیا ټینګار وکړ خو ویې ویل چې روسیه باید منزوي نه شي.