د ارمنستان تر ملاتړ لاندې د ناګورونو قره باغ جدايي غوښتونکي وايي، د دوی یو سرتیرۍ د اذربایجاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.
د روانې میاشت له پیل راهیسې په ناګورونو قره باغ کې د جګړو له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.
که څه هم د روسيي په منځګړتوب د اذربایجان او جلايي غوښتونکو ترمنځ د اپریل په پینځمه اروبند ټینګ شو خو دواړه خواوې پر یو بل له دې موافقې څخه د سرغړونې تور لګوي.
ناګورونو قره باغ د اذربایجان په داخل کې سیمه کې ده چې اوسدیونکي ارمنیان دي.
د دواړو خواو ترمنځ په ۹۰ لسیزه کې د خونړیو جګړو له امله شاوخوا درې سوه زره کسان وژل شوي دي.