اوباما به د خلیجي هېوادونو له مشرانو سره وغږیږي

په پام کې ده چې ولسمشر بارک اوباما راتلونکې اوونۍ د سعودي عربستان او د خلیج د نورو هېوادونو له مشرانو سره د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د وروستیو بریاوو او په سیمه کې د امریکا متحدانو ته د دفاعي وړتیاوو د انتقال په اړه خبرې وکړي.

په دې اړه سپینې ماڼۍ پرون خبر ورکړ، ویې ویل چې د امریکا ولسمشر به په سعودي عربستان کې د خلیج د هېوادونو په غونډه کې ګډون وکړي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد د مبارزې په چارو کې د ولسمشر اوباما جګپوړي سلاکار پرون په یوه ټلویزیوني خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، د ترورېزم پرضد د مبارزې او د انټرنیټې ګواښونو په وړاندې د دفاع په اړه د خلیج د هېوادونو د موافقې جزییات به په دې غونډه کې څرګند شي.