ولادیمیر پوتین خپل ولس ته د ځواب ورکولو بهیر پیل کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر نن د خپل ولس پوښتنو ته د ځواب ورکولو بهیر پیل کړ.

دا ټلوېزیوني خپرونه چې ژوندۍ خپرېده په دقت طراحي شوې وه.

د اقتصاد په اړه پوښتنو نن د روسیې پر دې کلني پروګرام سیوری کړی و.

دوهمه خبره چې ډېرې پوښتنې پرې وشوې له بهرنیو هېوادونو لکه ترکیې، اوکرایین او سوریې سره د روسیې د اړیکو څرنګوالی و.

ولسمشر پوتین ته لومړۍ پوښتنه په مارکېټ کې د خوراکي او نورو موادو د ګراني په اړه وه.

پوتین وویل، دی پوهېږي چې خلک له انفلاسیون اود نرخونو د لوړېدو له امله ځورېږي او دا یې ومنله چې په بازارونو کې د موادو د نرخ لوړېدل یوه رېښتیني ستونزه ده.

ولسمشر پوتین وویل چې له بهرنیو هېوادونو د خوراکي موادو پر وارداتو بندیز چې د غربي هېوادونو د بندیزونو په ځواب کې اعلان شوی، په روسیه کې د کرنې له ودې سره مرسته کړې او د نرخونو له ثبات سره به هم مرسته وکړي.

ولادیمیر پوتین وویل:

"ما مخکې هم ویلي چې زموږ کورني ناخالص تولیدات په ۲۰۱۵ کال کې ۳.۷ فیصده کم شوی او سږ کال حکومت داسې ګڼی چې ۰.۵ فیصده کسر به ولرو خو راتلونکی کال به ۱.۴ فیصده وده وکړو."

کریملن وايي، له ټولې روسیې دې پروګرام ته چې معمولاً څلور ساعته دوام کوي، تر یو ملیون زیاتې پوښتنې ور رسېدلې دي.