مینه پال: د اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډه افغانستان لپاره ده

افغان حکومتي چارواکي د اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډه افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو ته د دې لپاره مهمه بولي چې ډیری دا هېوادونه د جګړو او تروریستي ګواښونو شاهد دي.

د جمهور رییس مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې هیله ده دا غونډه د افغانستان لپاره ښه نتیجه ورکړي.

د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم په یاده غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی.

د اسلامي هېوادونو د هکاری سازمان دیارلسمه سرمشریزه د ترکیې په استانبول کې ترسره کیږي.