د سربیا پولیسو شپږ مشکوک قاچاق وړونکي چې هنګري او د اروپايي اتحادیې نورو هېوادونو ته یې غیرقانوني کډوال لیږدول، نیولي دي.
دا کسان په غیرقانوني ډول د سربیا پر رسمي سرحد په تېرېدو او د خلکو په قاچاق تورن دي.
د سربیا پولیسو نن وویل، دې مشکوکو قاچاق وړونکو له هر کډواله د۹۰۰او۱۲۰۰ یورو ترمنځ پيسې اخیستې وې.
ویل کیږي چې دا کډوال د کوسوو، اسیايي هېوادونو او د افریقې د ځيني سیمو خلک وو.
د بالکان هېوادونو د پولو تر بندېدو وروسته، زیات هغه کډوال چې له فقر او جګړې د اروپايي اتحادیې بډایو هېوادو ته د رسیدو هڅې کوي، له قاچاق وړونکو سره ځي.