جوزجان: په پوځي عملیاتو کې د طالبانو ۸وسله وال وژل شوي

د جوزجان په اقچه او خانقاه ولسوالیو کې په پوځي عملیاتو کې د طالبانو ۸وسله وال وژل شوي او ۱۶تنه زخمیان دي.

د جوزجان امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني پرون چهارشنبې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې په سیمه کې جګره روانه ده.

خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې په دې جګړه کې یې د امنیتي ځواکونو ۱۲غړي وژلي دي. پولیسو دا ادعا رد کړې ده.