په نیمروز کې د ۱۵۰ښوونځيو ښوونکو اعتصاب اعلان کړی

په نیمروز کې د ۱۵۰ښوونځيو ښوونکو اعتصاب اعلان کړی او له دوو ورځو راهیسې زده کوونکو ته درس نه ورکوي.

دې ښوونکو ویلي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې معاشونه او نور امتیازات نه دي ترلاسه کړي.

یوه ښوونکي پرون چهارشنبې ازادي راډیو ته وویل:

"متاسفانه، په تېرو پینځو کلونو دولت هیڅ کار نه دی کړی او څو چې موږ ته پيسې را ونه رسیږي، زموږ کاربندیز به جاري وي."

په دې اعتصاب کې څه باندې ۱۵۰۰ ښوونکي ګډون لري.

په نیمروز کې د معارف ریاست چارواکي وايي چې د ستونزې د حل هڅې کوي.