د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ازبکستان امنیتي ځواکونه له زندانیانو سره په بد چلند او د هغوي په شکنجه تورن کړل.
په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د دې وزارت په کلني رپوټ کې چې پرون چهارشنبې خپور شو ویل شوي چې د ولسمشراسلام کریموف حکومت خلکو ته اجازه نه ورکوي چې خپل رهبران په انتخاباتو کې وټاکي.
رپوټ وايي چې د ازبکستان حکومت او له حکومت سره تړلې ډلې له قانونه پرته قتلونه کوي چې په ځيني مواردو کې یې له شکنجې هم کار اخیستل شوی دی.