اوچقون: حکومت له حزب اسلامي سره د سولې موافقې ته نږدې شوی

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي: حکومت له اسلامي حزب سره چې ګلبدین حکمتیار یې مشري کوي، د سولې موافقې ته نږدې شوی دی.

د دې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون پرون چهارشنبې ازادي راډیو ته وویل، د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې زیات پرمختګ شوی او اختلافي مسایل هم د ډير جنجال وړ نه دي.

د ښاغلي اوچقون په وینا، دواړه لوري به نن له غرمې مخکې سره وګوري او ښايي مطلوبې پایلې ترلاسه کړي.

ده تائید کړه چې د "تور لسته" د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو غوښتنه لري.

ښاغلي اوچقون ازادي راډیو ته وویل، حکومت دې د افغانستان د خلکو د استازي په توګه، له امریکا او ملګرو ملتونو وغواړي چې دې ټکي ته جدي پام وکړي.