اجرایه ریس د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په غونډه کې ګډون کوي

د حکومت اجرایه ریس عبدالله عبدالله به نن د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

افغانستان تمه لري چې د دغه سازمان غړي په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د اجرایه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د پاکستان ایران په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه او د مرکزي اسیا هېوادونه د دغه سازمان غړي دي او دوی په یو ډول د افغانستان په پېښو کې ښکیل دي. په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په هغو سیاستونو کې چې افغانستان یې مطرح کولای شي، د دوی پاملرنه او همکاري مهمه ده."

د عبدالله د وینا یوه برخه به له ترورېزم سره په مبارزې متمرکزه وي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان دا دیارلسمه غونډه د ترکیې په استانبول کې جوړیږي.