له حزب اسلامي سره نن په کابل کې خبرې له سره پیلیږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې د عالي شورا او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب استازي نن په کابل کې خبرې له سره پیل کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې په نننۍ غونډه کې به د سولې په اړه یوې مطلوبې نتیجې ته ورسیږي.

هغه تائید کړه چې اسلامي حزب له تورلسته د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو غوښتنه لري.

ښاغلي اوچقون وویل، حکومت دې د افغانستان د خلکو د استازي په توګه، له امریکا او ملګروملتونو وغواړي چې دې ټکي ته جدي پام وکړي.