د ملي شورا د نوې او پخوانۍ ودانۍ ترمنځ ګډ ټکی، فزیکي شخړه ده

په ولسي جرګه کې د کونړ یوه استازي د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد دراني باندې فزیکي حمله وکړه.

د کونړ د استازي غلام سخي مشواڼي خبرې چې کله قطع شوې، نو په غوسه شو او د جرګې پر دوهم منشي عرفان الله عرفان او د کلیو پراختیا وزیر باندې یې حمله وکړه.

د نوموړي دې حرکت د کلیو د پراختیا وزیر تند اعتراض راوپاروه.

بل لور ته د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې د جرګې مشري یې کوله له ښاغلي دراني څخه بخښنه وغوښته او پر مشواڼي یې د مجازاتو د عملي کېدو خبره وکړه.

د ولسي جرګې د کورنیو اصلو له مخې کله چې د دغې جرګې غړي اداري پلاوي او یا هم مېلمنو ته سپکاوی وکړي نو دغه استازي ته له جرګې څخه د یوې ورځې، یا لسو او آن تر یوه کاله د اېستلو غوښتنه کېږي.

د ملي شورا غونډې وړاندې له دې هم د تندو شخړو شاهدې وې خو دا لومړی ځل دی چې د ولسي جرګې یو غړی د کابینې پر یوه غړي حمله کوي.