له سوریې څخه یو وار بیا ویشتل شوي مرمۍ د ترکیې پر خاوره ولګېدې.
د ترکیې رسنیو وویل، ویشتل شوې ګولۍ نن چهارشنبې د کلیس ښار د مرکزي برخې پر دوو سیمو ولګېدې، بېره یې خپره کړه خو مرګ ژوبله یې پېښه نه کړه.
د ترکیې پوځ د سوریې لور ته ځوابي ډزې وکړې.
پرون د ترکیې پوځ وروسته له دې په سوریه کې د اسلامي دولت پر هدفونو ډزې وکړې چې د دې ډلې له لوري د کلیس ښار مرکز په راکټونو وویشتل شو او په نتیجه کې یې یو تن ووژل شو، او ۷ نور ژوبل شول.