د امریکا په جورجیا کې یو سړی اعدام شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د جورجیا ایالت یو سړی چې۲۰ کاله پخوا د یوې ۱۹ کلنې نجلۍ پر وژلو اعتراف کړی و، اعدام شو.

د جورجیا ایالت د محبس مسوول بروس چتمن وویل، د قاتل کینت فلټس مړینه تېرماښام وروسته له دې اعلان شوه چې پیچکاري ورکړل شوه.

فلټس اعتراف کړی و چې د ۱۹۹۶ میلادي کال په جنورۍ کې یې خپله ګاونډۍ وژلې وه.

فلټس په جورجیا ایالت کې څلورم او په درسته امریکا کې دوولسم کس دی چې سږ کال اعدامېږي.