د امستردام په نړیوال هوايي ډګرکې یو مشکوک کس ونیول شو

د هالنډ پوځي پولیسو پرون سې شنبې ناوخته د امستردام په نړیوال هوايي ډګرکې یو مشکوک کس ونیوه.

د امستردام د هوايي ډګر ویاند الفرید الوانګیر د یوه مشکوک کس نیول تائید کړي خو دا یې ونه ویل چې د هغه هویت څه و او په څه شک نیول شوی، دی.

تلویزونونو په وسلو او مهماتو سمبال امنیتي ځواکونه د امستردام په نړیوال هوايي ډګر کې د ګزمې په حال کې وښودل.

دغه راز د بم شنډولو یوې ډلې د نیول شوي مشکوک کس بکسونه او وسایل پلټلي دي.

له دې پېښې سره په یو وخت د هوايي ډګر یوه برخه تخلیه کړای شوه.

د مارچ په ۲۲مه نېټه د بروکسل په هوايي ډګر کې له ځانوژونکو بریدونو وروسته د زیاتو اروپايي هېوادونو په شان د امستردام په هوايي ډګر کې هم د لوړې درجې امنیتي تدابیر نیول شوي دي.