"په افغانستان کې دې د پانګونې لپاره دي له موجوده فرصتونو استفاده وشي"

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني او د سارک غړیو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونې استازو په دغه هېواد کې د پانګونې په برخه کې د موجوده فرصتونو څخه د ګټې اخیستلو په هدف نن خپل نظرونه د یوه کنفرانس له لارې شریک کړل.

په دغه کنفرانس کې چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو د سارک سازمان رییس سورج ویدیا وویل چې په افغانستان کې باید د پانګونې لپاره د موجوده فرصتونه څخه استفاده وشي.

ښاغلي ویدیا زیاته کړه چې د منځني او جنوبي اسیا هېوادونه په ځانګړي توګه د سارک غړي هېوادونه باید په خپلو کې سیاسي ستونزې له منځه یوسي او اقتصادي پرمختګ ته ملاوې وتړي.