"افغانستان به په جنوبي اسیا کې تر ټولو ټیټه کچه اقتصادي وده ولري"

د نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې راغلي چې افغانستان به تر راتلونکو دوو کلونو پورې په جنوبي اسیا کې تر ټولو ټیټه کچه اقتصادي وده ولري.

دغه راپور چې د نړیوال بانک پر رسمي انټرنټ پاڼه خپور شوی ښیي چې د دغه هېواد اقتصاد به په ۲۰۱۶ کال کې له ۱،۹ فیصده څخه یوازې ۲،۹ فیصده ته په ۲۰۱۷ کال کې وده وکړي.

دغه راپورد افغانستان د ورو اقتصادي ودې لامل په سیاسي او امنیتي برخو کې موجوده نا کرارۍ یادوي او سپارښتنه کوي چې دغه هېواد باید د کورنیو عوایدو د زیاتېدو او زیاتو نړیوالو مرستو د جلبولو لپاره لا ډیر کوښښ وکړي.

د افغانستان حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.